fbpx
غوښتنلیکونه د لنډمهال لپاره تړلی دي

غوښتنلیکونه د لنډمهال لپاره تړلی دي

د رونق په ویبپاڼه کې غوښتنلیکونه د لنډمهال لپاره تړلې دي. د سپټمبر تر 21 پورې تر 100 پورې علاقمندو شرکتونو خپل آنلاین او آفلاین غوښتنلیکونه سپارلي دي. اوس مهال د ساحې څخه د لیدني په پروسه کې مصروف دی ترڅو د هغو شرکتونو وړتیا تشخیص کړي چې پدې پروژه کی ګډون کول غواړی. وروسته له دې چې لومړي ډله د اکتوبر په میاشت کی وټاکل شي، رونق به د لا زیاتو لیوالو سوداګرۍ لپاره د غوښتنلیک مرحله بیا پرانيزي.

رونق د هغو سوداګریو په لټه کې دئ چې ژمن وي او د خپل سوداګرۍ ګړندۍ کولو لپاره اراده لري او په هغه سکتور کی چې دوی کار کوي د اړتیا وړ تجربه ولري، مګر دوی ونشوای کولئ چی د سرچینو او تجربې نشتوالي له امله اوسنۍ ننګونې په نښه کړي.

د ګړندی کولو برنامه د هغو سوداګریو لپاره ده چې لاندې معیارونو سره سمون لري:

  • د یو کال څخه فعاله اوعوایدو ولري:
  • د ۵ څخه تر ۵۰ پوری کارکوونکی ولري:‌
  • په یو کال کی د ۲۵۰۰۰ ډالرو څخه ډیر عاید ولري٬ او یا:
  • تر ۲۵۰۰۰ ډالرو څخه ډیره شتمنئ ولري‌ (لکه ملکیت یا ماشین):‌
  • د کندهار او یا هرات څخه تر یو ساعت مزل پوری لری وي:
  • د سوداګرئ‌ د ودی لپاره مالي د مالی مرستی په لټه کی وي
  • د بانکونو په تور لیست کی نه وي او قضایی تعقیب ونلري:
  • په مضرو صنایعو لکه د تمباکو٬ الکول و یا وسلو تولید فعالیت ونلري:

د لاسلیک د مرحلې له بشپړیدو وروسته، موږ به پخپله سوداګرۍ وګورو او ارزونه به یی وکړو. پدې مرحله کې، موږ به د سوداګرۍ ارزونې پرمختللي وسیلې وکاروو چی د سوداګرۍ داخلي فعالیتونه او وضعیت او د سوداګرۍ بهرني لید و ارزوو. دا به موږ سره مرسته وکړي چی د هرې سوداګرۍ په اړه عمومي معلومات ولرو.‌ . . موږ به د سوداګرۍ د دوران په پام کې نیولو سره د هرې سوداګرۍ تجربې او زده کړې وارزوو. په ټوله کې ، د شرکت ټولې کلیدي برخې لکه عملیات ، مالیه ، د سوداګرۍ او د مدیریت طریقی څخه به بیاکتنه وشي. په اخیره کې، راټول شوي معلومات به د عملیاتو طریقی، د سوداګرۍ اندازې ، لومړنۍ پانګوونې ، او هرې سوداګرۍ لپاره د کارمندانو شمیر پراساس ثبت شي. وروسته له هغی، راټول شوي معلومات به د وړ تجارتونو پیژندلو لپاره وکارول شي او معلومه شی چې څنګه موږ کولی شو د غوره شوي سوداګرۍ د ودی لپآه ددوی ملاتړ وکړو.

اوس مهال د پام وړ شمیر شرکتونو چې په هرات او کندهار ولایتونو کې فعالیت کوي خپل غوښتنلیکونه د رونق آنلاین پلیټ فارم له لارې سپارلی دي. د پروژې ساحوی ټیمونه هره ورځ د ترلاسه شوي غوښتنلیکونو ارزونه کوي او د پروسی په بهیر کی به د سوداګریو څخه لیدنی‌ ترسره کړي‌.‌

ځواب ورکړئ

ستاسو ایمیل به نه خپریګي